رياض 01 اپريل (اے پي پي) د سعودي عربستان ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره د عراق وزيراعظم مصطفيٰ الكاظمي ملاقات كړے۔د سعودي نشرياتي ادارې له مخي په سركاري دوره تلي د عراق وزيراعظم مصطفي ٰالكاظمي په رياض كښې د سعودي ولي عهد سره ملاقات كړے ، دواړه لارښودو په عراق كښې پيشرفت او په نورو سيمه ايزو چارو خبري اترې كړي۔ دواړو د عراق او سعودي عرب ترمينځه …
د سعودي ولي عهد او د عراق وزيراعظم ملاقات، د شريكي مرستي په 5 لوظنامو لاس ليك

مزید خبریں
رياض 01 اپريل (اے پي پي) د سعودي عربستان ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره د عراق وزيراعظم مصطفيٰ الكاظمي ملاقات كړے۔د سعودي نشرياتي ادارې له مخي په سركاري دوره تلي د عراق وزيراعظم مصطفي ٰالكاظمي په رياض كښې د سعودي ولي عهد سره ملاقات كړے ، دواړه لارښودو په عراق كښې پيشرفت او په نورو سيمه ايزو چارو خبري اترې كړي۔ دواړو د عراق او سعودي عرب ترمينځه مرستي زياتولو او سيمه كښې د روانو حالاتو جاج اخستو په سرخط د خيالاتو څرګندونه كړې ۔په دې موقع مالياتي، تجارتي، اقتصادي، ثقافتي او د ابلاغ څانګو د مرستي په 5 لوظنامو لاس ليك شوے۔ دوي د سعودي عراق په پوله د پوستو په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دې څخه وړاندي د عراق وزيراعظم كنګ خالد انټرنېشنل هوائي ميدان ته په رسيدو شهزاده محمد بن سلمان هركلے وكړو











