واشنګټن 01 اپريل (اے پي پي) امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د ځپليو شميره 3 كروړه 11 لكهه 66 زره څخه زياته شوې ۔ د زيارت په ورځ د امريكې ميډيا له مخي ټول هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره 5 لكهه 65 زره څخه زياته شوې ۔ امريكا كښې د كورونا وائرس رنځورانو مجموعي شميره 31166344 ده دغسې د فعاله ځپليو شميره 6927626 …
امريكا كښې د كورونا ځپليو شميره 3 كروړه 11 لكهه 66 زره څخه زياته شوه

مزید خبریں
واشنګټن 01 اپريل (اے پي پي) امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د ځپليو شميره 3 كروړه 11 لكهه 66 زره څخه زياته شوې ۔ د زيارت په ورځ د امريكې ميډيا له مخي ټول هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره 5 لكهه 65 زره څخه زياته شوې ۔ امريكا كښې د كورونا وائرس رنځورانو مجموعي شميره 31166344 ده دغسې د فعاله ځپليو شميره 6927626 ده۔ چارواكو له مخي هېواد كښې د وائرس له امله د مرګونو شميره پرله پسې زياتيږي، امريكا د كورونا وائرس وبا له امله تر ټولو زيات ځپلے شوے هېواد دے چرته چې د مجموعي مرګونو شميره په ټوله نړۍ كښې د نورو هېوادونو څخه زياته ده۔ امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله تر اوسه 565256 كسان مړه شوي۔ ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 28 لكهه 28 زره څخه زياته شوې ۔ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس دويمي چپي او دريمي چپي په مهال هم امريكا كښې تر ټولو زيات كسان مړه شوي وؤ۔امريكا كښې د كورونا وائرس له امله ځپلي شوي 23673462 څخه زيات كسان ښه شوي هم دي











