نوې ډيلې ۔30 مارچ (اے پی پی) هندي رياست اترپردېش كښې د هندو انتها خوښو يوې ډلې 60 كلنه مېرمن وژلې او د هغې د كورنۍ 5 كسان ئې ژوبل كړي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د اترپردېش به ميوټي ټولا سيمه كښې د هندو انتها خوښو يو ډله يو كور ته ننوتله او د كور خلق ئې په لرګو وهلو او كاڼو ويشتلو سره ژوبل كړل۔ په ژوبل …
هند كښې هندو انتها خوښو 60 كلنه مېرمن اووژله

مزید خبریں
نوې ډيلې ۔30 مارچ (اے پی پی) هندي رياست اترپردېش كښې د هندو انتها خوښو يوې ډلې 60 كلنه مېرمن وژلې او د هغې د كورنۍ 5 كسان ئې ژوبل كړي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د اترپردېش به ميوټي ټولا سيمه كښې د هندو انتها خوښو يو ډله يو كور ته ننوتله او د كور خلق ئې په لرګو وهلو او كاڼو ويشتلو سره ژوبل كړل۔ په ژوبل شوو كښې يوه 60 كلنه مېرمن مړه شوې۔ دغې مېرمنې هندو انتهاخوښو ته د كور مخې ته د شور نه كولو وئيلي وو كومو چې هولي لمانځلو۔ پولیس افسر پریشانت کمار پرساد وئيلي دي دا مېرمن د كور خلقو د دغې هندو انتها خوښې ډلې نه بچ كوله چې په دې مهال د كور خلق هم تشدد سره مخ شول











