سرينګر 27 مارچ (اے پي پي) د هند تر غېر قانون تسلط لاندې جمو و كشمير كښې د محاصرې 600 ورځې پوره شوې، هندي عسكرو په دې موده كښې 323 كشميريان شهيدان كړي دي. د كشمير مېډيا سروس له مخې د اګست د 5مې نېټې كال 2019م نه تر اوسه هندي ځواكونو په پوځي محاصره كښې د 7 مېرمنو پشمول 323 كشميريان شهيدان كړي دي چې پكښې زياتره د محاصرې …
د هند تر غېر قانون تسلط لاندې جمو و كشمير كښې د محاصرې 600 ورځې پوره شوې، هندي عسكرو په دې موده كښې 323 كشميريان شهيدان كړي دي

مزید خبریں
سرينګر 27 مارچ (اے پي پي) د هند تر غېر قانون تسلط لاندې جمو و كشمير كښې د محاصرې 600 ورځې پوره شوې، هندي عسكرو په دې موده كښې 323 كشميريان شهيدان كړي دي. د كشمير مېډيا سروس له مخې د اګست د 5مې نېټې كال 2019م نه تر اوسه هندي ځواكونو په پوځي محاصره كښې د 7 مېرمنو پشمول 323 كشميريان شهيدان كړي دي چې پكښې زياتره د محاصرې او لټون په نوم عملياتو كښې په جعلي مقابلو كښې ماورائے عدالت قتل كړې شوي دي. د كشمير مېډيا سروس په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې زياتره ځوانان د كورونو نه په حراست كښې اخستل شوي دي او بيا په دوي د مجاهد يا د مجاهد تنظيمونو سره د كار كولو تور لګولو سره شهيدان كړې شوي دي. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې د دې شهادتونو په نتيجه كښې 17 مېرمنې كونډې شوې دي او 39 ماشومان يتيمان شوي دي. په دې موده كښې د طاقت وحشيانه استعمال سره يو زر 7 سوه 53 كسان ژوبل كړې شوي دي. د حريت مشرانو، كاركنانو، مېرمنو، زده كوونكو او د كم عمر هلكانو پشمول 14 زره 6 سوه 21 كسان ګرفتار كړے شوي دي. هندي عسكري په دې موده كښې يو زر 8 كورونه او ودانې تباه كړې دي او د 106 مېرمنو ئې بې حرمتي كړې.











