په ملائېشيا كښې د چورلكې پېښه٬ پنځه كسه ژوبل

كوالالمپور 24 مارچ (اے پي پي)د ملائېشيا ايئر بس اېچ 125 نومې چورلكه د راكوزېدو په مهال په سلطان عبدالعزيز شاه هوائي مېدان تباه شوې۔د ملائېشيا ابلاغ ذريعو له مخې فائر اينډ رېسكيو ډيپارټمنټ ډائرېكټر نورزم خميس مېډيا سره په خبرو كښې وئېلي دي چورلكه سهار 9 ساعت 30 دقيقې د سوننګ په سيمه كښې په سلطان عبدالعزيز هوائي مېدان د راكوزېدو په مهال تباه شوې چې په نتيجه كښې …

كوالالمپور 24 مارچ (اے پي پي)د ملائېشيا ايئر بس اېچ 125 نومې چورلكه د راكوزېدو په مهال په سلطان عبدالعزيز شاه هوائي مېدان تباه شوې۔د ملائېشيا ابلاغ ذريعو له مخې فائر اينډ رېسكيو ډيپارټمنټ ډائرېكټر نورزم خميس مېډيا سره په خبرو كښې وئېلي دي چورلكه سهار 9 ساعت 30 دقيقې د سوننګ په سيمه كښې په سلطان عبدالعزيز هوائي مېدان د راكوزېدو په مهال تباه شوې چې په نتيجه كښې يې په چورلكه كښې ناست 5 كسانو كښې دوه سخت ژوبل شوي۔ده ووئيل په پېښه كښې ژوبل شوي كسان په سمدستي توګه نزدې روغتون ته منتقل كړې شوي او د ټرانسپورټ وزارت هوائي پېښې تفتيشي افسرانو د پېښې پلټنې پېل كړي۔د يادونې وړ ده په دې سيمه كښې د 6 مياشتو نه كمه موده كښې دا څلورمه پېښه ده۔

مزید خبریں