په امريكا كښې د كورونا په وبا كښې د 5 لكه 55 زرو نه زيات كسان مړه شوي، 12 كروړه 14 لكه كسانو ته واكسين لګول شوي

واشنګټن 22 مارچ (اے پي پي) په امريكا كښې د كورونا په وبا كښې د 5 لكه 55 زرو نه زيات كسان مړه شوي دي او تر اوسه 12 كروړه 14 لكه كسانو ته د كورونا څخه د بچ كېدو واكسين لګول شوي دي. د امريكائي مېډيا له مخې د روغتيا محكمې چارواكو وئيلي دي چې په امريكا كښې د كورونا وائرس ځپليو ټوله شمېره درې كروړه 5 لكه 21 …

واشنګټن 22 مارچ (اے پي پي) په امريكا كښې د كورونا په وبا كښې د 5 لكه 55 زرو نه زيات كسان مړه شوي دي او تر اوسه 12 كروړه 14 لكه كسانو ته د كورونا څخه د بچ كېدو واكسين لګول شوي دي. د امريكائي مېډيا له مخې د روغتيا محكمې چارواكو وئيلي دي چې په امريكا كښې د كورونا وائرس ځپليو ټوله شمېره درې كروړه 5 لكه 21 زره ته رسېدلې. په هېواد كښې د كورونا د فعاله كېسونو شمېره 7212199 ده. د چارواكو له مخې په هېواد كښې د كورونا وائرس په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره مخ په زياتېدو ده. د يادونې وړ ده چې د كورونا په وبا كښې په ټوله نړۍ كښې امريكا تر ټولو زياته ځپلې شوې ده. په دې وبا كښې په ټوله نړۍ كښې تر اوسه د 27 لكه 28 زرو نه زيات كسان مړه شوي دي

مزید خبریں