په برازيل كښې د كورونا په وبا كښې تر اوسه د 2 لكه 94 زرو نه زيات كسان مړه شوي دي

رېوډي جنېرو 22 مارچ (اے پي پي) په برازيل كښې د كورونا په وبا كښې تر اوسه د 2 لكه 94 زرو نه زيات كسان مړه شوي دي او په دې هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره يو كروړ، 19 لكه 98 زرو ته رسېدلې ده. د امريكائي مېډيا له مخې د برازيل د روغتيا محكمې چارواكو وئيلي دي چې په هېواد كښې د كورونا د نويو كېسونو رامخې …

رېوډي جنېرو 22 مارچ (اے پي پي) په برازيل كښې د كورونا په وبا كښې تر اوسه د 2 لكه 94 زرو نه زيات كسان مړه شوي دي او په دې هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره يو كروړ، 19 لكه 98 زرو ته رسېدلې ده. د امريكائي مېډيا له مخې د برازيل د روغتيا محكمې چارواكو وئيلي دي چې په هېواد كښې د كورونا د نويو كېسونو رامخې ته كېدو نه پس د ځپليو ټوله شمېره 11998233 ته رسېدلې. دغسې په برازيل كښې د كورونا په وبا كښې د مړو كسانو شمېره 294115 ده. په هېواد كښې د كورونا وائرس د فعاله كېسونو شمېره 1254185ده. برازيل د رنځورانو په اعتبار سره د نړۍ دريم او د مرګونو په اعتبار سره دوهم زيات ځپل شوے هېواد دے. په برازيل كښې تر اوسه 13479165 كسانو ته د كورونا څخه د بچ كېدو واكسين لګول شوي دي

مزید خبریں