برطانيه كښې ارب پتي ورونړا يو عظيم الشان جومات جوړوي

لندن۔20مارچ(اے پی پی) برطانيه كښې د عظيم الشان جومات جوړولو حوالې سره دوه ارب پتي ورونړو د منصوبې منظوري وركړې ده۔ د عرب نيوز له مخې دا جومات به د 50 لکھ پاؤنډز په لګښت بلېك برن سيمه كښې جوړولے شي۔ په منصوبه به كار د يو پخواني سكول په ځائې پېل كولې شي۔ د جومات د منارو په دنګ والي او د اذان په آواز اعتراضونه كوؤنكو كښې د …

لندن۔20مارچ(اے پی پی) برطانيه كښې د عظيم الشان جومات جوړولو حوالې سره دوه ارب پتي ورونړو د منصوبې منظوري وركړې ده۔ د عرب نيوز له مخې دا جومات به د 50 لکھ پاؤنډز په لګښت بلېك برن سيمه كښې جوړولے شي۔ په منصوبه به كار د يو پخواني سكول په ځائې پېل كولې شي۔ د جومات د منارو په دنګ والي او د اذان په آواز اعتراضونه كوؤنكو كښې د ډېموكرېټ كونسلر پال براؤنے هم شامل وو۔ د دې اعتراضونو په ځواب كښې د منصوبه بندی مېنجر ګاوین پریسکاټ وېنا ده چې 29 ميټره دنګې منارې به جوړولې شي كومې چې د موجود دوه چرچونو منارو سره مناسبت لري۔ د اذان په حقله هغه ووئيل آواز زياتولو له به آلات كارولې نه شي۔ هغه زياته كړه چې د اسلامي ډول تعمير سره به بلېك برن يو نوي شكل كښې وځلېږي او دې سره به دا خبره په ډاګه شي چې بلېك برن هغه ښار دے چرته چې بېلې كميونټيز يو ځائې پاتې كېدو سره ژوند كوي۔ بلخوا عیسیٰ فاؤنډېشن جومات ته نزدې پاركنګ او نور حفاظتي ځايونه جوړولو له د 30 زره پاؤنډ وركولو وعده هم كړے ده۔

مزید خبریں