د خېبر پختونخوا ګورنر شاه فرمان په مشرۍ كښې پوهنتونونو كښې تعليمي ٬مالي او انتظامي اصلاحات سره اړونده د لوړې كچې غونډه

پشاور۔19مارچ (اے پی پی) د خېبر پختونخوا ګورنر شاه فرمان په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ پبلک سېکټرز پوهنتونونو كښې تعلیمی، مالی او انتظامی اصلاحات سره اړونده د لوړې كچې غونډه ګورنر هاؤس پېښور كښې وشوه۔ غونډه كښې د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود ٬ لوړو زده كړو لپاره د وزيراعلی خصوصي مرستيال کامران بنګش او د هائير ايجوكېشن كمېشن چیئرمېن طارق بنوری هم موجود وو۔ غونډه كښې د …

پشاور۔19مارچ (اے پی پی) د خېبر پختونخوا ګورنر شاه فرمان په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ پبلک سېکټرز پوهنتونونو كښې تعلیمی، مالی او انتظامی اصلاحات سره اړونده د لوړې كچې غونډه ګورنر هاؤس پېښور كښې وشوه۔ غونډه كښې د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود ٬ لوړو زده كړو لپاره د وزيراعلی خصوصي مرستيال کامران بنګش او د هائير ايجوكېشن كمېشن چیئرمېن طارق بنوری هم موجود وو۔ غونډه كښې د وېډيو لنك دلارې د وزیراعظم ټاسک فورس سائنس اېنډ ټېکنالوجی چئيرمېن ډاكټر عطاﺀ الرحمن او د پنجاب او اسلامي د زده كړو څانګې سېكرټري هم ګډون وكړو۔ غونډه كښې د پبلک سېکټر پوهنتونونو د تعليم معيار ٬ انتظامي او مالي مسئلو سره په اړوندو چارو او وړاندېزونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ غونډه كښې تر دې دمه د تعينات شويو وائس چانسلرز په مجموعي كاركردګۍ هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ غونډه كښې د مالي چارو بهترۍ له د پبلک سېکټرز پوهنتونونو په اېکسټرنل آډټ هم خبرې وشوې۔ غونډې ته بريفنګ كښې هائراېجوکېشن کمېشن ووئيل چې د خېبر پختونخوا پبلک سېکټرز پوهنتونونه د هېواد تر ټولو ګران پوهنتونونه جوړ شوي دي۔ بريفنګ كښې ووئيلې شؤ چې د غېر ضروري خرڅونو او د ضرورت نه د زياتو بھرتيانو د لاسه اخراجات سوا شوي دي

مزید خبریں