ایتھوپیا كښې د كورونا وائرس ځپليو مجموعي شمېره 1 لاك 78زره 108 نه زياته شوه

عدیس ابابا۔ 17مارچ (اے پی پی) ایتھوپیا كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نوي 1 زر 490 كېسونه رپورټ شوي چې ورسره ګرد هېواد كښې د ځپلو مجموعي شمېره 1 لاك 78 زره 108نه زياته شوې۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي د كورونا د لاسه د نورو 18 كسانو د مرګ نه پس د مړو شوو مجموعي شمېره …

عدیس ابابا۔ 17مارچ (اے پی پی) ایتھوپیا كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نوي 1 زر 490 كېسونه رپورټ شوي چې ورسره ګرد هېواد كښې د ځپلو مجموعي شمېره 1 لاك 78 زره 108نه زياته شوې۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي د كورونا د لاسه د نورو 18 كسانو د مرګ نه پس د مړو شوو مجموعي شمېره 2 زره 573 ته رسېدلې ۔ ګرد هېواد كښې تر دې دمه دې وباﺀ نه 1 لاك 44 زره 488 كسان ښه شوي هم دي۔ په افريقا كښې اېتھوپيا ٬ سوئيلي افريقا ٬ مراكش ٬ تيونس او مصر تر ټولو زيات ځپلي هېوادونه يادېږي۔

مزید خبریں