نيو يارك 12مارچ (اے پي پي) پاكستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل خبر كړے چې د هند غير قانوني تسلط كښې مقبوضه جمو او كشمير كښې د هند عسكرو په غير قانوني قبضه شهري آبادۍ ته د 3.5 بليونه ډالرو لوي معاشي زيان رسېدلے او د هند عسكرو جابرانه او جارحانه اقدامات د ملګرو ملتونو قراردادونو خلاف ورزي ده۔ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اكرم تيره ورځ سلامتي …
د هند په عسكري قبضه كشميريانو ته د 3.5 بليونه ډالرو معاشي زيان رسېدلے، ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اكرم سلامتي كونسل كښې د بحث په مهال د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
نيو يارك 12مارچ (اے پي پي) پاكستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل خبر كړے چې د هند غير قانوني تسلط كښې مقبوضه جمو او كشمير كښې د هند عسكرو په غير قانوني قبضه شهري آبادۍ ته د 3.5 بليونه ډالرو لوي معاشي زيان رسېدلے او د هند عسكرو جابرانه او جارحانه اقدامات د ملګرو ملتونو قراردادونو خلاف ورزي ده۔ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اكرم تيره ورځ سلامتي كونسل كښې د تاؤ ترېښوالي او غذائي تحفظ ترمينځه په لنك بحث كښې ووئيل په نړيواله كچه د لوږي وجوهات د تاؤ ترېښوالي صورتحال او غيرملكي قبضه ده۔ ده ووئيل مقبوضه جمو او كشمير كښې بشپړ مواصلاتي بندېز ، په سخته كرفيو د بهر وتونكو د وژلو احكامات او د زمكيزو رابطو د بنديز څه 600 ورځي شوي چې له امله ئې د كشمير كروندګر تر خپلو زمكو د رسائې نه لرلو په سبب غذائي قلت سره مخ دي دغسې د كشمير د كروندګر زياتره زرعي مصنوعات ځائې ماركيټونو ته د نه رسيدلو سره خراب شو ي۔ په دې وجه د كروندګرو لوئ معاشي زيان شوے











