ټوكيو 12مارچ (اے پي پي) د جاپان حكومت وئيلي دي وزيراعظم يوشي هائيډ سوګا به په راروانه مياشت كښې د امريكې صدر جو بائيډن سره ملاقات كوي۔ د فرانس ميډيا له مخې د جاپان حكومت وياند كاتسوونو كټو ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ووئيل وزيراعظم يوشي هائيډ سوګا به پھ راروانه مياشت كښې د امريكې صدر جو بائيډن سره ملاقات كوي او دا به هغه هغه سره مخامخ خبرې …
د جاپان وزيراعظم يوشي هائيډ سوګا به په راروانه مياشت كښې د امريكې صدر جو بائيډن سره ملاقات كوي

مزید خبریں
ټوكيو 12مارچ (اے پي پي) د جاپان حكومت وئيلي دي وزيراعظم يوشي هائيډ سوګا به په راروانه مياشت كښې د امريكې صدر جو بائيډن سره ملاقات كوي۔ د فرانس ميډيا له مخې د جاپان حكومت وياند كاتسوونو كټو ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ووئيل وزيراعظم يوشي هائيډ سوګا به پھ راروانه مياشت كښې د امريكې صدر جو بائيډن سره ملاقات كوي او دا به هغه هغه سره مخامخ خبرې كونكے وړومبے غير ملكي لارښود وي۔ده ووئيل كه حالات اجازه وركړه نو وزيراعظم سوګا به د اپريل په پيل كښې يا په مينځ كښې د امريكې دوره كوي۔ رپورټ له مخي د سركاري تصديق نه غير د جاپان او امريكي ميډيا وړاندي څخه د سوګا د دورې خبر وركړے ؤ دغسې اوس د جاپان عهديدارو د دې خبرې وضاحت كولو سره ووئيل وزيراعظم يوشي هائيډ سوګا به ډير زر د امريكې صدر بائيډن سره په ذاتي توګه ملاقات كولو لپاره د امريكې دوره وكړي











