د سعودي ولي عهد سره د ملائېشيا وزيراعظم ملاقات

رياض 10 مارچ(اے پی پی) د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان او د ملائېشيا وزيراعظم محي الدين ياسين په موجوګۍ كښې د نهې په ورځ رياض كښې 3 معاهدے شوي۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمينځه د رابطه كونسل قيام مهمه لوظ نامه شوې۔د سعودي خبري اژانس ادارې له مخې د سعودي ولي عهد او د ملائېشيا وزيراعظم په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو اړيكې په …

رياض 10 مارچ(اے پی پی) د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان او د ملائېشيا وزيراعظم محي الدين ياسين په موجوګۍ كښې د نهې په ورځ رياض كښې 3 معاهدے شوي۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمينځه د رابطه كونسل قيام مهمه لوظ نامه شوې۔د سعودي خبري اژانس ادارې له مخې د سعودي ولي عهد او د ملائېشيا وزيراعظم په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو اړيكې په بېلو څانګو كښې قوي كولو او د شريكې مرستې مستحكمولو طريقو جاج اخستے۔د سعودي عرب او ملائېشيا لارښودو د منطقې په اوسني حالاتو هم د خيالاتو څرګندجونه كړې ۔د ملاقات نه پس د دواړو هېوادونو ترمينځه په لوظ نامو د لاس ليك دستورې وشوې۔د سعودي عرب لخوا خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان ا و د ملائېشيا لخوا خارجه وزير هشام الدين بن حسېن لاس ليكونه وكړل ۔وړومبۍ لوظ نامه د سعودي او ملائېشيا رابطه كونسل جوړولو په اړه وه او دوهمه لوظ نامه د ملائېشيا څخه د حج او عمرې زائرينو سعودي عرب ته د راتګ په اړه شوې او د درېمې لوظنامې تعلق په اسلامي چارو كښې د مفاهمت يادښتونو څخه دے ۔په دې موقع د توان وزير شهزاده عبدالعزيز بن سلمان٬د كابينې وزيرمملكت شهزاده تركې بن محمد٬خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان او د سرمايه كارۍ وزير انجينئر خالد الفالح ګډون هم موجود وو

مزید خبریں