ملابو ۔8 مارچ(اے پی پی) د استوائې ګنی تر ټولو لوي ښار باټا كښې د اتوار په ورځ د شوو چاؤدنو په نتيجه كښې 20 كسان مړه ٬ 600 ژوبل او يو شمېر ودانۍ ويجاړې شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې چارواكو وئيلي دي د استوائی ګنی ښار باټا كښې د شوو چاؤدنو په نتيجه كښې تر دې دمه 20 كسان مړه او 600 ژوبل شوي۔ د استوائی ګیانا صدارتی …
د استوائې ګني كښې په شوو چاؤدنو كښې 20 كسان مړه٬ 600 ژوبل ٬يو شمېر ودانۍ ويجاړې شوې

مزید خبریں
ملابو ۔8 مارچ(اے پی پی) د استوائې ګنی تر ټولو لوي ښار باټا كښې د اتوار په ورځ د شوو چاؤدنو په نتيجه كښې 20 كسان مړه ٬ 600 ژوبل او يو شمېر ودانۍ ويجاړې شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې چارواكو وئيلي دي د استوائی ګنی ښار باټا كښې د شوو چاؤدنو په نتيجه كښې تر دې دمه 20 كسان مړه او 600 ژوبل شوي۔ د استوائی ګیانا صدارتی دفتر لخوا جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي د اتوار په ورځ ماسپخين د باټا په نکواتاما پوځي کېمپ كښې د چاؤدېدونكو توكو چاؤدلو سره نزدې ګودامونو كښې اور ولګېد چې په نتيجه كښې ئې 20 كسان مړه ٬ 600 ژوبل او يو شمېر ودانۍ ويجاړې شوې۔ د رپورټ له مخې سيمه كښې سرچ او رېسكيو آپرېشن روان دے او د روغتيا چارواكو اولس ته د وينې وركولو او د روغتيا كارمندانو سره د مرستې كولو اپيل كړے











