امريكا كښې د كورونا ځپلو شمېره 2کروړه 96 لکھ او د مړو 5 لکھ 37 زره نه زياته شوه

واشنګټن۔8 مارچ(اے پی پی) امريكا كښې د كورونا وائرس ځپلو شمېره 2 كروړه 96 لكه نه زياته شوې او د دې د لاسه تر دې دمه 5 لکھ 37 زره كسان مړه شوي۔ د ګل په ورځ د امريكا د ابلاغ وزارت ذريعو له مخې ګرد هېواد كښې د رنځورانو شمېره 29696250 ته رسېدلې ۔ د امريكې د روغتيا وزارت له مخې دا مهال ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس …

واشنګټن۔8 مارچ(اے پی پی) امريكا كښې د كورونا وائرس ځپلو شمېره 2 كروړه 96 لكه نه زياته شوې او د دې د لاسه تر دې دمه 5 لکھ 37 زره كسان مړه شوي۔ د ګل په ورځ د امريكا د ابلاغ وزارت ذريعو له مخې ګرد هېواد كښې د رنځورانو شمېره 29696250 ته رسېدلې ۔ د امريكې د روغتيا وزارت له مخې دا مهال ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس فعال كېسونو شمېره 88 لكه 21 زره 756 ده او د دې وائرس د لاسه تر دې دمه په مجموعي توګه 5 لكه 37 زره 838 كسان مړه شوي۔ د چارواكو له مخې د دې وائرس نه 20336656 كسان ښه شوي هم دي۔ دا خبره د يادونې وړ ده په ګرده نړۍ كښې امريكا د كورونا نه تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے۔ په امريكا كښې د كورونا وائرس اولنے كېس د تېر كال جنورۍ مياشتې په 20 مه نېټه رامخې ته شوے ؤ

مزید خبریں