په يوكرېن كښې د كورونا وائرس د كېسونو شمېره د 13 لكه 74 زرو نه زياته شوه

كېف 05 مارچ (اے پي پي) په يوكرېن كښې د كورونا وائرس د كېسونو شمېره د 13 لكه 74 زرو نه زياته شوه. د يوكرېن د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي چې د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس نور 10 زره 57 كېسونه رامخې ته شوي دي او د دې نه پس په هېواد كښې د كورونا په وبا كښې د ځپليو ټوله شمېره …

كېف 05 مارچ (اے پي پي) په يوكرېن كښې د كورونا وائرس د كېسونو شمېره د 13 لكه 74 زرو نه زياته شوه. د يوكرېن د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي چې د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس نور 10 زره 57 كېسونه رامخې ته شوي دي او د دې نه پس په هېواد كښې د كورونا په وبا كښې د ځپليو ټوله شمېره 13 لكه 74 زره 762 ته رسېدلې. د يوكرېن د روغتيا وزارت له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال په دې وبا كښې نور 194 كسان مړه شوي دي. په دې وبا كښې تر اوسه 26 زره 591 كسان مړه شوي دي. وزارت اولس ته خواست كړے چې حفاظتي اقدامات دې وكړي، د كورونو نه دې بهر نه وځي، د ماسك استعمال دې وكړي او په غونډو كښې دې د ګډون كولو نه ډډه وكړي

مزید خبریں