د غربت په ضد د چين كاميابي ډیره لويه بريا ده٬پاكستان چين ته د ملګرو ملتونو د شيډول څخه 10 كاله وړاندې د غربت خاتمې په هدف سر كولو مباركي وركړه

نيويارك 04 مارچ (اے پي پي) پاكستان چين ته د ملګرو ملتونو شيډول څخه 10 كاله وړاندې د غربت خاتمې هدف په سر كولو مباركي وركړې او وئېلې يې دي د غربت په ضد د چين مكمل كاميابي ډیره لويه بريا ده۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان استازي منير اكرم تېره ورځ په ملګرو ملتونو كښې د چينائي مشن لخوا په چين كښې د غربت خاتمه:پائيدار پرمختګ لپاره د 2030 …

نيويارك 04 مارچ (اے پي پي) پاكستان چين ته د ملګرو ملتونو شيډول څخه 10 كاله وړاندې د غربت خاتمې هدف په سر كولو مباركي وركړې او وئېلې يې دي د غربت په ضد د چين مكمل كاميابي ډیره لويه بريا ده۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان استازي منير اكرم تېره ورځ په ملګرو ملتونو كښې د چينائي مشن لخوا په چين كښې د غربت خاتمه:پائيدار پرمختګ لپاره د 2030 په ايجنډا عملدرآمد په موضوع ورچوئل دستورې ته خپله وېنا كښې ووئيل په تاريخ كښې د دې نه وړاندې داسې كله هم نه دي شوي چې په كوم هېواد كښې د 35 كلونو په موده كښې 770 ملين خلق د غربت نه خلاص كړے شوي وي۔ده ووئيل د ورلډ بېنك شمېرو نه څرګنده شوې چې د كال 1970 د لسيزې څخه چين په نړيواله كچه د 70 فيصد نه زيات د غربت كمې لپاره مهم كردار ترسره كړے كوم چې د چين دېره لويه بريا ده۔يوازې دا نه چين د بشري حقونو او سماجي پائيدار پرمختګ ته هم وده وركړی۔ده ووئيل د چين دغربت د خاتمې د هڅو په تناظر كښې د پاكستاني وزيراعظم عمران خان د بيان حواله وركړه په كوم كښې چې هغه وئېلي وو د غربت خاتمې لپاره د چين د تجربې څخه لارښودنه ترلاسه كېدې شي۔د يادونې وړ ده د چين صدر شي جن پنګ د فرورۍ په 25مه نېټه اعلان كړے ؤ چې چين د غربت په جنګ كښې په مكمل توګه كاميابي ترلاسه كړی

مزید خبریں