ریوډی جنیرو۔26 فروری(اے پی پی) برازيل كښې د كورونا وائرس ځپلو شمېره يو كروړ درې لكه 93 زره ته رسېدلې ۔ هېواد كښې د دې وائرس د لاسه په مجموعي توګه تر دې دمه 2 لکه 51 زره نه زيات كسان مړه شوي۔ د جمعې په ورځ د امريكې د ابلاغ ذريعو له مخې برازيل كښې د كورونا وباﺀ د لاسه د مرګرنو شمېره مخ په زياتېدو ده۔ هېواد كښې …
برازيل – د كورونا وائرس د لاسه د مړو شمېره 2 لكه 51 زره نه زياته شوه۔ د رنځورانو شمېره يو كروړ درې لكه 93 زره ته ورسېده

مزید خبریں
ریوډی جنیرو۔26 فروری(اے پی پی) برازيل كښې د كورونا وائرس ځپلو شمېره يو كروړ درې لكه 93 زره ته رسېدلې ۔ هېواد كښې د دې وائرس د لاسه په مجموعي توګه تر دې دمه 2 لکه 51 زره نه زيات كسان مړه شوي۔ د جمعې په ورځ د امريكې د ابلاغ ذريعو له مخې برازيل كښې د كورونا وباﺀ د لاسه د مرګرنو شمېره مخ په زياتېدو ده۔ هېواد كښې تر دې دمه د دې وباﺀ د لاسه 251661 كسان مړه شوي۔ هېواد كښې د كورونا وائرس نوو كېسونو نه وروستو د مصدقه رنځورانو شمېره 10393886 ته رسېدلې ۔ برازیل كښې د كورونا وائرس فعاله رنځورانو شمېره 818529 ده۔ د روغتيا وزارت شمېرو له مخې ګرد هېواد كښې تر دې دمه 9323696 نه زيات رنځوران ښه شوي۔ برازیل د کورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره د نړۍ درېم او د دې د لاسه د مړو شوو كسانو شمېرې په اعتبار سره د نړۍ دويم تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے۔ بلخوا د برازيل د روغتيا وزارت چارواكو له مخې هېواد كښې تر دې دمه 75 لکه 51 زره نه زياتو وګړو ته د كورونا وائرس نه د بچ كېدو وېكسين لګولي شوي











