کابل ۔ 21 فروری (اے پی پی) د افغانستان سوئيلي ولايت هلمند سرښار لشكرګاه په ستره لاره د بمي چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې 1 پوليس اهلكار مړ او نور 15 وګړي ژوبل شوي دي۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې د صوبائي حكومت وياند عمر زواك ميډيا سره خبرو كښې ووئيل دا چاؤدنه د ځائي وخت له مخې د اتوار په سهار پو باندې لس بجې پولیس ډسټرکټ …
افغانستان كښې د بمي چاؤدنې په نتيجه كښې 1 پوليس اهلكار مړ ٬ 15 ژوبل

مزید خبریں
کابل ۔ 21 فروری (اے پی پی) د افغانستان سوئيلي ولايت هلمند سرښار لشكرګاه په ستره لاره د بمي چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې 1 پوليس اهلكار مړ او نور 15 وګړي ژوبل شوي دي۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې د صوبائي حكومت وياند عمر زواك ميډيا سره خبرو كښې ووئيل دا چاؤدنه د ځائي وخت له مخې د اتوار په سهار پو باندې لس بجې پولیس ډسټرکټ ون كښې وشوه۔ په ابتدائي معلوماتو كښې وئيلي شوي دي چې دا پېښه په موټر سائيكل كښې د اېښودلې شوي بم چاؤدنې په نتيجه كښې رامخې ته شوې۔ د وياند له مخې دې پېښه كښې په سړك روان د پوليس وېن په نښه كړې شو چې په نتيجه كښې ئې يو پوليس اهلكار مړ او 15 نور وګړي ژوبل شول۔ د چاؤدنې دلاسه نزدې دكانونو او يو شمېر ګاډو ته هم زيان ورسېد۔ عهدېدار ووئيل په ژوبل شويو كسانو كښې يوه مېرمنه او دوه كوچنيان هم شامل دي۔ بلخوا تر دې دمه كومې ډلې د دې پېښې ذمه واري نه ده اخستې۔ د افغان هیومن رائټس کمېشن (اے آئی اېچ آر سی) شمېرو له مخې د كال 2009ﺀ جنورۍ مياشتې نه تر دې دمه افغانستان كښې د مسلح تصادم په نتيجه كښې 31 زره نه زيات وګړي مړه او 62 زره ژوبل شوي دي۔











