انډونيشيا كښې د كورونا وائرس ځپلو شمېره 12لکه 63 زره 299 نه زياته شوه

جکارته۔19فروری(اے پی پی) انډونيشيا كښی د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 10زره 614 نوې كېسونه رپورټ شوي چې ورسره ګرد هېواد كښې د ځپلو مجموعي شمېره 12 لكه 63 زره 299 نه زياته شوې ۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې د انډونييشا د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي ګرد هېواد كښې تېره ورځ د كورونا وائرس د لاسه نور 183 كسان مړه شوي او دې …

جکارته۔19فروری(اے پی پی) انډونيشيا كښی د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 10زره 614 نوې كېسونه رپورټ شوي چې ورسره ګرد هېواد كښې د ځپلو مجموعي شمېره 12 لكه 63 زره 299 نه زياته شوې ۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې د انډونييشا د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي ګرد هېواد كښې تېره ورځ د كورونا وائرس د لاسه نور 183 كسان مړه شوي او دې سره ګرد هېواد كښې د مړو شمېرو 34 زره 152ته رسېدلې ۔ د دې وائرس نه تر دې دمه په مجموعي توګه 1069005كسان ښه شوي ۔ د وزارت چارواكو ووئيل د كورونا وائرس د هېواد په 34 صوبو كښې خپور شوے ۔ تر دې دمه جکارته كښې 1920منځنۍ جاوا كښې 1206 ، لوئيديزه جاوا كښې 3847 ، ختيزه جاوا كښې 572 او قطبي کلیمانټن كښې 718 کېسونه رپورټ شو ي دي۔

مزید خبریں