برازيل كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره يو كروړ څخه زياته شوې، 2 لكهه 43 زره 6 سوه كسان مړه شول

ريوډي جنيرو 19 فروري (اے پي پي) برازيل كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره يو كروړ څخه زياته شوې ، هېواد كښې د كورونا وائرس نه بچ كيدو لپاره روان ويكسينيشن كمپائن په مهال تر اوسه 58 لكهه 23 زره څخه زيات كسانو ته ويكسين لګولې شوي۔ د جمعې په ورځ د امريكې ميډيا له مخې برازيل كښې د كورونا وائرس نوو كيسونو نه پس د مصدقه رنځورانو شميره 10030626 …

ريوډي جنيرو 19 فروري (اے پي پي) برازيل كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره يو كروړ څخه زياته شوې ، هېواد كښې د كورونا وائرس نه بچ كيدو لپاره روان ويكسينيشن كمپائن په مهال تر اوسه 58 لكهه 23 زره څخه زيات كسانو ته ويكسين لګولې شوي۔ د جمعې په ورځ د امريكې ميډيا له مخې برازيل كښې د كورونا وائرس نوو كيسونو نه پس د مصدقه رنځورانو شميره 10030626 ته رسيدلې۔ برازيل كښې د كورونا وائرس وبا له امله د مړو شميره پرله پسې زياتيږي، هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه په مجموعي توګه 243610 كسان مړه شوي۔ امريكا او هند نه پس برازيل كښې هم د كورونا وائرس ځپليو شميره يو كروړ څخه زياته شوې۔ د چارواكو له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال هېواد كښې د كورونا وائرس 51 زره نوې كيسونه تصديق شوي او دې نه پس برازيل كښې د كورونا ځپليو شميره يو كروړ څخه زياته شوې ده

مزید خبریں