لندن 17 فروري (اے پي پي) برتانيه كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره 40 لكهه 58 زره ته رسيدلې ده دغسې هېواد كښې د وائرس له امله تر اوسه يو لكه 18زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ د شورو په ورځ ميډيا رپورټس له مخې برتانيه كښې د كورونا وائرس له امله په مجموعي توګه 4058668 كسان ځپلې شوي، د هېواد لويو ښارونو كښې د كورونا وائرس له امله د …
برتانيه كښې د كورونا ځپليو شميره 40 لكهه 58 زره ته ورسيده، يو كروړ 58 لكهه كسانو ته ويكسينيشن ولګولې شول

مزید خبریں
لندن 17 فروري (اے پي پي) برتانيه كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره 40 لكهه 58 زره ته رسيدلې ده دغسې هېواد كښې د وائرس له امله تر اوسه يو لكه 18زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ د شورو په ورځ ميډيا رپورټس له مخې برتانيه كښې د كورونا وائرس له امله په مجموعي توګه 4058668 كسان ځپلې شوي، د هېواد لويو ښارونو كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شوو كسانو شميره پرله پسې زياتيږي۔چارواكو ووئيل هېواد كښې تر اوسه د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 118195 ته رسيدلې ۔ برتانيه كښې دا مهال د كورونا وائرس1709074 فعاله رنځوران موجود دي دغسې د سركاري شميرې له مخې هېواد كښې 2231199 څخه زيات د كورونا رنځوران ښه شوي۔ د برتانيې ميډيا له مخې ټول هېواد كښې وګړي د كورونا وائرس څخه محفوظ ساتلو له تر اوسه يو كروړ 58 لكهه څخه زياتو كسانو ته ويكسين لګولې شوي











