افغانستان څخه د نيوزي لينډ پوځيانو د ستنولو اعلان

ويلنګټن 17فروری(اے پی پی)د نيوزي لينډ وزيراعظم جيسينډا آرډرن اعلان كړے چې د افغانستان څخه به تر مئې مياشتې خپل پوځيان راستانه كړے شي ۔د فرانسيسي خبري اژانس ادارې له مخې دې د شورو په ورځ ووئيل په افغانستان كښې د داخلي امن عمل او د تاؤ تريخوالي خاتمه د سياسي حل د لارې ممكن ده او دې نه پس په افغانستان كښې د نيوزي لينډ د پوځيانو موجودګۍ ته …

ويلنګټن 17فروری(اے پی پی)د نيوزي لينډ وزيراعظم جيسينډا آرډرن اعلان كړے چې د افغانستان څخه به تر مئې مياشتې خپل پوځيان راستانه كړے شي ۔د فرانسيسي خبري اژانس ادارې له مخې دې د شورو په ورځ ووئيل په افغانستان كښې د داخلي امن عمل او د تاؤ تريخوالي خاتمه د سياسي حل د لارې ممكن ده او دې نه پس په افغانستان كښې د نيوزي لينډ د پوځيانو موجودګۍ ته ضرورت نشته۔دې ووئيل د 20 كلونو نه پس وخت راغلے چې د افغانستان نه د نيوزي لينډ پوځيان بېرته راوبللے شي۔دې ووئيل د خپلو پوځيانو د افغانستان څخه د بېرته رابللو پريكړه د مهمو شراكتدارو سره د خبرو اترو نه پس شوې ۔ده ووئيل په افغانستان كښې د نيوزي لينډ 10 اهلكار د وظېفې په مهال مړه شوي۔د يادونې وړ ده په افغانستان كښې د كال2001 څخه د نيوزي لينډ درې نيم زره سپېشل پوځيان او د تعمير نو ډلو غړي او خاص تربيتي افسران مشېته دي

مزید خبریں