ريوډي جنيرو 17فروري (اے پي پي) برازيل كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره 99 لكهه 21 زره څخه زياته شوې ، هېواد كښې د كورونا څخه بچ كيدو لپاره د روان ويكسينيشن كمپائن په مهال تر اوسه 52 لكهه 93 زره څخه زياتو كسانو ته ويكسين لګولې شوي۔د شورو په ورځ د امريكې ميډيا له مخې برازيل كښې د كورونا وائرس نوو كيسونو نه پس د مصدقه رنځورانو شميره 9921981 …
برازيل كښې د كورونا وائرس له امله 2 لكهه 40 زره كسان مړه شول ، د رنځورانو شميره 99 لكهه 21 زره څخه زياته شوې

مزید خبریں
ريوډي جنيرو 17فروري (اے پي پي) برازيل كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره 99 لكهه 21 زره څخه زياته شوې ، هېواد كښې د كورونا څخه بچ كيدو لپاره د روان ويكسينيشن كمپائن په مهال تر اوسه 52 لكهه 93 زره څخه زياتو كسانو ته ويكسين لګولې شوي۔د شورو په ورځ د امريكې ميډيا له مخې برازيل كښې د كورونا وائرس نوو كيسونو نه پس د مصدقه رنځورانو شميره 9921981 ته رسيدلې۔ برازيل كښې د كورونا وائرس وبا له امله د مړو شميره پرله پسې زياتيږي، هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه په مجموعي توګه 240983 كسان مړه شوي۔ برازيل كښې دا مهال د كورونا وائرس 797807 فعاله رنځوران موجود دي۔د روغتيا وزارت شميرې له مخي هېواد كښې تر اوسه 8883191 څخه زيات د كورونا رنځوران ښه شوي۔ برازيل د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره د نړۍ دريم دغسې د مړو په اړه دويم زيات ځپلے شوے هېواد دے۔ برازيل كښې د كورونا وائرس له امله د مړو او ځپليو شميره پرله پسې زياتيږي











