امريكا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 5 لكهه ته ورسيده

واشنګټن 17 فروري (اے پي پي) امريكا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 5 لكهه ته رسيدلې ۔ د شورو په ورځ د امريكې ميډيا له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره نړۍ كښې د كوم هم هېواد څخه زياته ده۔ د امريكې د روغتيا محكمې چارواكو ووئيل هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 2 كروړه 83 لكهه څخه …

واشنګټن 17 فروري (اے پي پي) امريكا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 5 لكهه ته رسيدلې ۔ د شورو په ورځ د امريكې ميډيا له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره نړۍ كښې د كوم هم هېواد څخه زياته ده۔ د امريكې د روغتيا محكمې چارواكو ووئيل هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 2 كروړه 83 لكهه څخه زيات كسان ځپلې شوي كوم چې يو ريكارډ دے۔چارواكو له مخې امريكا كښې د كورونا وائرس ځپليو او مړو شميره پرله پسې زياتيږي۔شميرې له مخې 28381220 مصدقه ځپليو سره امريكا دا مهال نړۍ كښې د كورونا وبا لوي مركز دے۔ امريكا ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله زيات ځپلے شوے هېواد دے، د كورونا وائرس وړومبۍ او دويمې چپې په مهال امريكا كښې تر ټولو زيات كسان مړه شوي۔ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 24 لكهه 30 زره ته رسيدلې ۔امريكا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره نوره هم زياته شوي

مزید خبریں