كابل 12 فروري (اے پي پي) په افغانستان كښې په دوو بېلا بېلو پېښو كښې 5 امنيتي اهكار مړه او 37 طالبان وژلے شوي . د چين مېډيا له مخې په ختيځ افغانستان كښې د سروبي ولسوالۍ په غره ايزه سيمه كښې د وسله والو په بريد كښې د افغان ډائرېكټورېټس پروټېكشن سروس پنځه غړي وژلې شوي . بريد كوونكو د ډي پي اېس ګاډې په نښه كړے كوم چې …
په افغانستان كښې په دوو بېلا بېلو پېښو كښې 5 امنيتي اهلكار مړه او 37 طالبان ووژلے شول

مزید خبریں
كابل 12 فروري (اے پي پي) په افغانستان كښې په دوو بېلا بېلو پېښو كښې 5 امنيتي اهكار مړه او 37 طالبان وژلے شوي . د چين مېډيا له مخې په ختيځ افغانستان كښې د سروبي ولسوالۍ په غره ايزه سيمه كښې د وسله والو په بريد كښې د افغان ډائرېكټورېټس پروټېكشن سروس پنځه غړي وژلې شوي . بريد كوونكو د ډي پي اېس ګاډې په نښه كړے كوم چې د ملګرو ملتونو قافله روانه كړې وه. په بريد كښې د ملګرو ملتونو كوم اهلكار ته زيان نه دے رسېدلے. له بلې خوا د ننګرهار حكومت په يو ټويټ كښې وئيلي دي تېره شپه د خوګيانو په اولسوالۍ كښې د امنيتي ځواكونو په فضائي بريدونو كښې 31 طالب جنګيالي وژلې شوي . د حكومت لخوا په جاري بيان كښې وئيلي شوي د ننګرهار ولايت په شېرزاد اولسوالۍ كښې هم 6 وسله وال جنګيالي وژلې شوي او د هغې اډه، وسله او چاودېدونكي توكي تباه كړې شوي











