د كيوبا پوځي چورلكه رالوېدو سره تباه٬ 5 تنه مړه

هوانا 30 جنوري (اے پي پي) د كيوبا پوځي چورلكه رالوېدو سره تباه شوې چې په نتيجه كښې يې په چورلكه كښې ناست د عملې پنځه تنه مړه شوي دي۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د كيوبا د پوځ وياند پھ خپل يو مختصر بيان كښې ووئيل چې تېره ورځ د كيوبا يوه پوځي چورلكه يو غر سره د ټكر كېدو نه وروستو تباه شوې۔ په پېښه كښې پنځه كسان مړه شوي او د پېښې پلټنې پېل كړې شوې دي.