د پاكستان ون ډے ټورنامنټ سيمي فائنل به د 29 جنوري څخه پيل كيږي

اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي)د پاكستان كركټ بورډ د سيوري لاندې د روان پاكستان كپ ون ډے ټورنامنټ سيمي فائنل به د 29 جنوري څخه پيل كيږي۔ ټورنامنټ كښې شپږ لوبډلې برخه اخلي چې پكښې بلوچستان، سدرن پنجاب، خېبر پښتونخوا، سندھ، نادرن او د سنټرل پنجاب ډلې شاملې دي ، د ټورنامنټ د سيمي فائنل سيالۍ به په 29 او 30 جنوري دغسې فائنل به په 31 جنوري كيږي