پاکستان پرتګال سره نزدې اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ سردار ایاز صادق

اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق وئيلي دي پاکستان پرتګال سره نزدې اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او اوسنۍ اړيكې د پارلماني او اقتصادي رابطو ودې د لارې لا مستحكمول غواړي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پاكستان كښې دپرتګال ناظم الامور سره خبرو كښې كړې چا چې د جمعې په ورځ ده سره ملاقات كولو۔سردار ایاز صادق ووئېل د پارلمان غړي د …

اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق وئيلي دي پاکستان پرتګال سره نزدې اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او اوسنۍ اړيكې د پارلماني او اقتصادي رابطو ودې د لارې لا مستحكمول غواړي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پاكستان كښې دپرتګال ناظم الامور سره خبرو كښې كړې چا چې د جمعې په ورځ ده سره ملاقات كولو۔سردار ایاز صادق ووئېل د پارلمان غړي د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته نزدې كولو له مهم كردار تر سره كولې شي ۔ ده ناظم الامور د پاكستان په قامي اسمبلۍ كښې د پاك پرتګال دوستۍ چلې جوړولو نه خبر كړو او د پرتګال سوداګرو ته ئې پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په لړ كښې د هر ممكنه مرستې باور وركړٶ۔ د پرتګال ناظم الامور د سپیکر مننه كولو سره ووئيل پرتګال هم پاكستان سره خپلو نزدو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او دا لا پراخه كول غواړي۔ ناظم الامور د قامي اسمبلۍ سپيكر ته د پرتګال سپيكر لخوا د پارلماني پلاوي پشمول د پرتګال راتږ بلنه هم وركړه

مزید خبریں