اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي)د لوبو او صوبو ترمېنځه د رابطو وفاقي وزير ریاض حسېن پیرزادہ وئيلي دي د وزیراعظم په ګرين پاكستان پروګرام په بشپړه توګه عمل درآمد روان دے٬ د پاكستان سپورټس كمپلېكس تر سېوري لاندې د اېمز اېجوكېشن سستم په مرسته د ونو بوټو نالولو كمپائن پېل شوې۔ د جمعې په ورځ پاكستان سپورټس كمپلېكس اسلام آباد كښې د شجركارۍ كمپائن په موقع ده ووئيل …
د وزیراعظم په ګرين پاكستان پروګرام عمل درآمد روان دے

مزید خبریں
اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي)د لوبو او صوبو ترمېنځه د رابطو وفاقي وزير ریاض حسېن پیرزادہ وئيلي دي د وزیراعظم په ګرين پاكستان پروګرام په بشپړه توګه عمل درآمد روان دے٬ د پاكستان سپورټس كمپلېكس تر سېوري لاندې د اېمز اېجوكېشن سستم په مرسته د ونو بوټو نالولو كمپائن پېل شوې۔ د جمعې په ورځ پاكستان سپورټس كمپلېكس اسلام آباد كښې د شجركارۍ كمپائن په موقع ده ووئيل سپرلي كښې به په كمپلېكس كښې لس زره بوټي نالولې شي او لس زر به په پشكال كښې نالولې شي۔ده ووئيل بوټي نالول سنت نبويۖ دے او د مسلمان په حېث به مونږ له خپل مذهبي او قامي ذمه واري ترسره كول وي وفاقي وزير رياض حسېن پيرزاده د پاكستان سپورټس كمپلېكس كښې د بوټې به نالولو د شجركارۍ كمپائن پرانسته وكړه۔ په دې موقع د پاكستان سپورټس بورډ چارواكو او د اېمز اېجوكېشن ډائرېكټر جنرل عبدالوحید خان او نور هم موجود وو










