سپېن كښې د اپرېل په مياشت كښې 2 لکه 80 زره كسان د روزګار نه محروم شول

مېډرډ 50 مئي (اے پي پي) سپېن كښې د اپرېل په مياشت كښې 2 لکه 80 زره كسان د روزګار نه محروم شوي چې سوب ئې كرونا وائرس او لاك ډاٶن دے۔ د محنت وزارت لخوا د نهې په ورځ د جاري راپور له مخې د لاك ډاٶن له امله د اپرېل مياشتې په مهال د بې روزګاره كسانو شمېره نوره دوه لكه اتيا زره زياته شوې ، چې پكښې د زياتره كسانو تعلق د سېلګرۍ څانګې سره دے۔ د يادونې وړ ده په سپېن كښې د بې روزګاره كسانو شمېره دا مهال د 33 لكه لس زره نه زياته ده