نیویارك 24 اپریل (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره د 50 زره څخه زياته شوې ۔ د جمعې په ورځ د امریكې ميډيا له مخې په امريكا كښې تر ټولو زيات كسان مړه شوي دغسې هيواد كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو شميره 8 لكه 80 زره څخه زياته شوې۔ امریكا كښې تر اوسه د ښه شوو كسانو شميره 10 …
په امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 50 زره څخه زياته شوه
نیویارك 24 اپریل (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره د 50 زره څخه زياته شوې ۔ د جمعې په ورځ د امریكې ميډيا له مخې په امريكا كښې تر ټولو زيات كسان مړه شوي دغسې هيواد كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو شميره 8 لكه 80 زره څخه زياته شوې۔ امریكا كښې تر اوسه د ښه شوو كسانو شميره 10 فیصده څخه كمه ده۔ د امریكې چارواكو له مخې ټول هيواد كښې د كورونا وائرس مجموعی مصدقه كیسونو شميره 880204 ته رسيدلې چې پكښې 85922 ښه شوي دغسې د كورونا 744437 رنځوران بستر دي۔ بلخوا د امریكې صدر ډونلډ ټرمپ د ځينې رياستونو د اړخه پرله پسې د لاك ډاوَن ختمولو په پريكړه تنقید كړے۔ دې څخه وړاندې هغه د لاك ډاوَن ختمولو غوښتنه كوونكو مظاهرچيانو په حق كښې ټویټ هم كړے ؤ











