اټاليا كښې د كورونا له امله 25549 كسان مړه شول، فرانس كښې د مړو شميره 21856 ته ورسيده، سپین كښې 22157 كسان مړه شوي

نیویارك/ جكارته/ لندن 24 اپریل (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره يو لكه 91 زره څخه زياته شوه ، ځينې هيوادونو كښې وائرس اوس هم تندۍ سره خپريږي دغسې د اروپا په ځينې هيوادونو كښې د كورونا رنځورانو شميره كښې كمې رامخې ته شوې، اټاليا كښې 25549 كسان مړه شوې ،په فرانس كښې د مړو شميره 21856 ته رسيدلې ، سپین كښې …

نیویارك/ جكارته/ لندن 24 اپریل (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره يو لكه 91 زره څخه زياته شوه ، ځينې هيوادونو كښې وائرس اوس هم تندۍ سره خپريږي دغسې د اروپا په ځينې هيوادونو كښې د كورونا رنځورانو شميره كښې كمې رامخې ته شوې، اټاليا كښې 25549 كسان مړه شوې ،په فرانس كښې د مړو شميره 21856 ته رسيدلې ، سپین كښې تر اوسه 22157 كسان مړه دي۔ نړيوالو نشریاتی ادارو له مخې فلپائن د منیلا پشمول نور حساس سيمو كښې د لاك ډاوَن موده تر 15 مئی پراخه كړې، انډونیزيا د جمعې ورځې څخه په عارضی توګه فضائی او بحری مزل باندې بنديز لګولې ، ملائیشیا كښې د نورو دوو اوونيو لپاره لاك ډاوَن كښې پراختيا شوې خو په هيواد كښې د ځينې څانګو او صنعتونو پرانستل امكان لري۔ د نړۍ بيلو هيوادونو كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 191,055 كسان مړه شوي۔ اروپاﺀ كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 110000 څخه زيات كسان مړه شي۔ اټاليا كښې نور 464 كسان مړه شوې خو انتهائی نګهداشت كښې د داخلو رونڅورانو شميره كمه ده۔ اټاليا كښې تر 25549 كسان مړه شوي۔ فرانس كښې نور 516 كسان مړه دي او دې سره په مجموعي توګه د مړو شميره 21856 ته رسيدلې ۔ سپین كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 22157 كسان مړه شوي۔ چین كښې تيره ورځ هم د كورونا وائرس له امله څوك نه دې مړه شوي۔ د جنوبی كوریا حكومت وئيلي دي د هيواد ټولو كورنيو له به مالي مرسته وركولې شي، دې څخه وړاندې د مالی مرستې وركولو پريكړه يواځې غریب او متوسط طبقې لپاره شوې وه۔ جاپان د كورونا وائرس په نتيجه كښې خپل معیشت د زيات كساد بازارۍ او فشار لاندې د راتللو په اړه خبردارے جاري كړے ۔ بلخوا جنوبی افریقې د لاك ډاوَن بنديزونه كمولو پريكړه كړې ده