ملګري ملتونه 23 اپرېل (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېس د روژې مباركې په بابله د ګردې نړۍ مسلمانانو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ ده تېره ورځ د مسلمانانو په نامه خپل وېډيو پېغام كښې ووئيل سږ كالنۍ روژه به د وړاندې په نسبت زياته مختلف وي ځكه چې د كرونا وائرس له امله به هلې ځلې متاثره وي، بلخوا شخړيز هېوادونه كښې به …
د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د روژې مباركې په بابله د ګردې نړۍ مسلمانانو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه ، د قرآن مجيد د آيت حواله ئې هم وركړه
ملګري ملتونه 23 اپرېل (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېس د روژې مباركې په بابله د ګردې نړۍ مسلمانانو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ ده تېره ورځ د مسلمانانو په نامه خپل وېډيو پېغام كښې ووئيل سږ كالنۍ روژه به د وړاندې په نسبت زياته مختلف وي ځكه چې د كرونا وائرس له امله به هلې ځلې متاثره وي، بلخوا شخړيز هېوادونه كښې به د جنګ او عدم تحفظ سره يو ځل بيا په ستونزو كښې د روژې مياشت لمانځي۔ ده يو ځل بيا ګرده نړۍ كښې د جنګ بندۍ اپيل كولو سره ووئيل د کرونا وائرس په ضد جنګ لپاره جنګ بندي ضروري ده۔ انتونيو ګوټرېس د قرآن مجيد د سورة الانفال د ايت لمبر 61 حواله وركړه چې ترجمه ئې دا ده ” او اے نبيۖ! كه دښمن روغې جوړې او سلامتيا پلو مائله كېږي نو ته هم دې لپاره راضي شه”۔ ده ووئيل روژه مباركه د بې وسه اولس د مرستې نوم دے او زه د ټولې اسلامي نړۍ د حكومتونو او د خلقو مننه كوم څوك چې د مېلمستياﺀ او سخاوت په غوره اسلامي روايتونو كښې د امن خوښو خلقو ملاتړ كولو سره د خپلو عقيدو تر مخه ژوند كوي كوم چې دې نړۍ لپاره يو سبق دے او چرته چې كرونا وائرس هم د وړاندې نه د تحفظ محتاجه كسانو لپاره زياتې دروازې بندې كړي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ووئيل زه په دې سخت وخت كښې ټولو خلقو لپاره د يوالي ٬ خواخوږۍ او رحمتونو لپاره لاس په دعا يم۔











