المان د كرونا وائرس واكسين په انسانانو د تجربه كولو اجازه وركړه

برلن 23 اپرېل (اے پي پي) المان كرونا وائرس لپاره واكسين جوړولو لپاره په ځناورو د ابتدائي تجربو كاميابۍ نه پس جرمن فېډرل انسټيټيوټ له په انسانانو د پروېكسين د ازموئنې باقاعده اجازه وركړې ده۔ د المان ميډيا له مخې د امان د داروګانو جوړولو ادارې بائيو ټېك د وائرس واكسين جوړولو لپاره په ځناورو په ابتدائي تجربه كښې كاميابي ترلاسه كړې وه او اوس جرمن فيډرل انسټيټيوټ په انسانانو د ازموئنې باقاعده اجازه وركړې ۔ په ابتداء كښې به په دوه سوه صحت مندو كسانو دا ازموئنې كولې شي او د دغه كسانو عمرونه به د اتلسو نه تر 55 كالو وي۔ راپور كښئ زياته كړې شوې چې په نړۍ كښې دا څلورم واكسين دے كوم چې كرونا وائرس لپاره جوړ كړے شوے۔ د المان ادارې دا هم واضحه كړې چې د واكسين د ازموئنې عمل په نتيجو به حتمي پرېكړه كولې شي۔