كورونا وائرس په لیبارټری كښې د جوړولو كوم ثبوت نشته، د امریكې محقق

واشنګټن 23 اپریل (اے پی پی) د امریكې كولمبیا پوهنتون پروفیسراین لپكین د امریكې میډیا سی این این سره خپله يوه مركه كښې وئيلې دي نه خو د كورونا وائرس لیبارټری كښې د جوړيدو كوم ثبوت شته او نه د لیبارټرۍ څخه د وائرس اخراج كوم شواهد شته ۔ پروفیسراین لپكین ووئيل زما د لوستې ترمخه دا وائرس د يو مخصوص قسم ښاپېرك څخه راغلے ۔ ده ووئيل هر درې يا پنځه كاله پس يو نوے وبائی صورتحال رامخې ته كيږي، دا د انسانانو د اړخه د فطری مسكن تباه كولو ، مجبوراً مهاجرت او د غريبۍ نتيجې دي۔ده ووئيل دا مسئله پخپله انسان پیدا كړې ده