نوې ډيلې 23 اپریل (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره پرله پسې زياتيږي او د تيرو 24 ساعتو په مهال 1409 نوي كيسونو رامخې ته كيدو سر د ځپليو شميره 21 زره څخه زياته شوې، په دې مهال د هند بيلو رياستونو كښې وباﺀ له امله 41 كسان مړه شوي چې ورسره د مړو مجموعي شميره 681 ته رسيدلې ۔ د …
هند كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 21 زره څخه زياته شوه ، د مړو شميره 681 ته ورسيده
نوې ډيلې 23 اپریل (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره پرله پسې زياتيږي او د تيرو 24 ساعتو په مهال 1409 نوي كيسونو رامخې ته كيدو سر د ځپليو شميره 21 زره څخه زياته شوې، په دې مهال د هند بيلو رياستونو كښې وباﺀ له امله 41 كسان مړه شوي چې ورسره د مړو مجموعي شميره 681 ته رسيدلې ۔ د زيارت په ورځ د هند ميډيا له مخې د هيواد په بيلو رياستونو او د مركز د سيورې لاندې سيمو كښې تر اوسه د كورونا وائرس 20471 كيسونه تصدیق شوي چې پكښې 77 غیر ملكی رنځوران شامل دي۔بلخوا د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبلیو ایچ او) كورونا وائرس انتهائې خطرناك ګرځولو سره خبردارے وركړے چې دا مهال لا وباﺀ تندۍ سره خپريږي۔ د ډبلیو ایچ او ډائركټر جنرل ټیډروس ګیبروسس وئيلي دي بيلو سيمو كښې دا وباﺀ په بيلو پړاؤنو كښې ده۔ لويديز اروپا كښې د رنځورانو په شميره كښې استحكام راغلے یا كيسونه كم شوي۔ افریقې، ختيزه او سوئيلي امریكې سره ختيزه اروپاﺀ كښې كیسونه كم دي خو په تشویشناك ډول زياتيدې شي۔ ده ووئيل په څه ډول غلط فهمۍ كښې مه پرېوځئ دا وائرس تر اوږدې مودې زمونږ ترمينځه پاتې كيدونكے دے











