كورونا وائرس وباﺀ څخه ګټه پورته كولو په مهال به د بشري حقونو زيان اونه زغملې شي،د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر

ملګري ملتونه 23 اپریل (اے پی پی)د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر انتونیو ګوټریس وئيلي دي د كورونا وائرس وباﺀ څخه ګټه پورته كولو په مهال به د بشري حقونو زيان اونه زغملې شي۔د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې ده د كورونا وائرس وباﺀ او بشري حقونو خلاف ورزو په اړه راپور جاري كولو سره ووئيل ځينې هيوادونو كښې د كورونا وائرس په بهانه نسلي ٬قومې تعصب ٬ پاپولزم او آمریت خوښي اقداماتو سره د بشري حقونو په ضد جابرانه اقدامات كېږي كوم چې د زغملو نه دي ٬ لهذا په دې لړ كښې دې د نړۍ حكومتونه د ذمه وارۍ كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د وګړو او صحافت آزادي مهمه ده ، سول سوسائټي ٬ تنظیمونه او نجی څانګې سره بايد مونږ ټول خپل ضروری كردار ترسره كړو او دا خبره ياد ولرو چې خطر د وګرو څخه نه بلكه د وائرس څخه دے