ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 26 لكه 37 زره څخه زياته شوه ، يو لكه 88 زره كسان مړه شول

نیویارك/لندن/ پیرس 23 اپریل (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 26 لكه 37 زره څخه زياته شوي دغسې د مړو شميره يو لكه 88 زره څخه زياته شوې ده ۔ د زيارت په ورځ د امریكې ميډيا له مخې د كورونا وائرس دا مهال تندۍ سره خپريږي دغسې د اروپا په ځينې هيوادونو كښې د وائرس رنځورانو شميره كمه شوې …

نیویارك/لندن/ پیرس 23 اپریل (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 26 لكه 37 زره څخه زياته شوي دغسې د مړو شميره يو لكه 88 زره څخه زياته شوې ده ۔ د زيارت په ورځ د امریكې ميډيا له مخې د كورونا وائرس دا مهال تندۍ سره خپريږي دغسې د اروپا په ځينې هيوادونو كښې د وائرس رنځورانو شميره كمه شوې ۔ټوله نړۍ كښې تر اوسه 2,637,911 كسان د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي۔ كورونا وائرس له امله ځپلې شوو هيوادونو كښې امریكا تر ټولو وړاندې ده چرته چې 837719 كيسونه رامخې ته شوي ٬ په سپین كښې 208389 كيسونه رامخې ته شوي۔ امریكا كښې د كورونا وائرس له امله تر ټولو زيات 46771 كسان مړه شوي دغسې سپین كښې 21717 ، اټاليا كښې 25085 ، فرانس كښې 21340 او برتانیه كښې د كورونا له امله 18100 څخه زيات كسان مړه شوي۔ فرانس، المان او برتانیه كښې هم د ځپليو شميره زیاته شوې۔ اټاليا كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 25085 ته رسيدلې۔ تيره ورځ دغه هيواد كښې 437 كسان مړه شوي۔ فرانس كښې 544 نور كسان مړه شوي او دې نه پس د مړو مجموعی شميره 21340 ته رسيدلې ۔ المان په خپلو 16 ریاستونو كښې د ماسك استعمال لازمی ګرځولې دے