نیویارك/ ټورنټو 23 اپریل (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس مصدقه ځپليو شميره 8 لكه 84 زره څخه زياته شوې دغسې د مړو شميره 46771 ته رسيدلې ده۔ د زيارت په ورځ د امریكې ذريعو له مخې دا مهال د كورونا وائرس 707486 رنځوران په روغتونونو او كورونو كښې بستر دي دغسې 83462 كسان ښه شوي دي۔ امریكا كښې تر ټولو زيات ځپلے ریاست نیویارك دے چرته چې …
امریكا كښې د كورونا وائرس مصدقه ځپليو شميره 8 لكه 84 زره څخه زياته شوه ، د مړو شميره 46771 ته ورسيده
نیویارك/ ټورنټو 23 اپریل (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس مصدقه ځپليو شميره 8 لكه 84 زره څخه زياته شوې دغسې د مړو شميره 46771 ته رسيدلې ده۔ د زيارت په ورځ د امریكې ذريعو له مخې دا مهال د كورونا وائرس 707486 رنځوران په روغتونونو او كورونو كښې بستر دي دغسې 83462 كسان ښه شوي دي۔ امریكا كښې تر ټولو زيات ځپلے ریاست نیویارك دے چرته چې ګڼ كسان د كورونا وائرس له امله مړه شوي۔ د امریكې ریاست اوهایو په يو زندان كښې 78 فیصده بنديوانو ته كورونا وائرس لګېدلې ۔بلخوا ګاونډي هيواد كاناډا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 40 زره ته رسيدلې ده، هيواد كښې د وائرس له امله تر اوسه دوه زره څخه زيات كسان مړه شوي دي











