اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی) د مسلم ليګ ﴿ضيا﴾ مشر اعجازالحق وئيلي دي چې ډونلډ ټرمپ ته به په اسلامي هېوادونو د بندېز په اړه په خپلو پالېسو غور كول وي۔ د ګل په ورځ د پارلمان پھ خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د امريكائي اولس مشر د اسلامي هېوادونو د اولس په ضد عزائم درست نه دي۔ بايد اسلامي هېوادونه هم د …
ډونلډ ټرمپ ته به په اسلامي هېوادونو د بندېز په اړه په خپلو پالېسو غور كول وي۔ اعجازالحق

مزید خبریں
اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی) د مسلم ليګ ﴿ضيا﴾ مشر اعجازالحق وئيلي دي چې ډونلډ ټرمپ ته به په اسلامي هېوادونو د بندېز په اړه په خپلو پالېسو غور كول وي۔ د ګل په ورځ د پارلمان پھ خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د امريكائي اولس مشر د اسلامي هېوادونو د اولس په ضد عزائم درست نه دي۔ بايد اسلامي هېوادونه هم د امريكائي اولس مشر پاليسې په ملګرو ملتونو كښې چېلنج كړي۔ ده ووئيل چې امريكائي اولس مشر په ټاكنو كښې امريكائي اولس سره چې كوم لوظونه كړي وو٬ هغه به ئې د پوره كولو هڅه كوي خو په امريكا كښې د ده په ضد مظاهرې پېل شوې دي۔ ده ووئيل چې د اسلامي هېوادونو تنظيم او آئي سي ته هم د فعاله كردار ترسره كولو ضرورت دے۔ كه نن خاموش پاتې شي نو نو سبا نورو ستونزو سره هم مخ كېدے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې بايد د احتساب قومي بيور په آزادې سره كار وكړي او دا به په هغه صورت كښې وشي كله چې د چيئرمېن ټاكنه په سياسي بنيادونه نه كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې په پانامه كېس د دواړو خوا بيانونه درست نه دي٬ معامله دې په ستره محكمه پرېښودلې شي چې دغسې زر پرېكړه وكړې شي۔










