اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی) د انفارمېشن ټیکنالوجی او ټیلی کام دوهمې وزيرې او د مسلم لیګ(ن) لارښودې انوشه رحمان وئيلي دي چې د حدیبیه ملز 1.2 ملیونه روپو ټول قرض وركړے شوے، عدالت ته د حدیبیه ملز قرض وركولو په اړه ټول ثبوتونه وړاندې كړے شوي، تحریك انصاف يوازې کردار کشی او په وزیراعظم او د هغه په كورنۍ بې بنسټه تورونه لګوي۔ د ګل په ورځ …
د حدیبیه ملز 1.2 ملیونه روپو ټول قرض وركړے شوے

مزید خبریں
اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی) د انفارمېشن ټیکنالوجی او ټیلی کام دوهمې وزيرې او د مسلم لیګ(ن) لارښودې انوشه رحمان وئيلي دي چې د حدیبیه ملز 1.2 ملیونه روپو ټول قرض وركړے شوے، عدالت ته د حدیبیه ملز قرض وركولو په اړه ټول ثبوتونه وړاندې كړے شوي، تحریك انصاف يوازې کردار کشی او په وزیراعظم او د هغه په كورنۍ بې بنسټه تورونه لګوي۔ د ګل په ورځ ميډيا سره په خپلو حبرو كښې دې ووئيل حدیبیه ملرز لپاره اخستلې شويو روپو كښې د اولس يوه پیسه هم شامله نه ده او نه په دغه روپو كښې د سټيټ بانك او مالیاتی ادارو څخه روپۍ اخستل شوې دي۔ دې ووئيل د حدیبیه ملز روپو لین دین دوه ادارو حدیبیه ملز او هجویری مضاربه ترمينځه دے او هغه وخت د هجویری مضاربې چیف ایګزیکټو اسحاق ډار و دغسې د دې نه پس نور چیف ایګزیکټو راغلي دي۔ انوشه رحمان ووئيل نن عدالت ته د حدیبیه ملز قرض وركولو په اړه ټول ثبوتونه وړاندې كړې شوي، د تيرو 23 كلونو په مهال 13 بيل قاضيانو هم پھ دې كېس كښې پريكړه كړې اوس بايد دا كېس ختم شي۔ د مسلم لیګ (ن) لارښودې ووئيل پی ټی آئی اول وزیراعظم محمد نواز شریف او دې نه پس د هغه په لور مریم نواز شریف تورونه لګول اوس په اسحاق ډار بې بنسټه تورونه لګوي۔ انوشه رحمان هيله څرګنده كړه چې عدالت ته وړاندې كړې شوي ثبوتونو سره به مونږ بريالي ش










