كابل 29 فروری (اے پي پي) د امريكې او طالبانو د سولې تړون نه وړاندې امريكې او افغان دولت د خالي په ورځ په كابل كښې يوه شريكه اعلاميه جاري كړې. د افغان اولس مشر اشرف غني، د امريكې د دفاع سېكتر مارك ايسپر او د ناټو عمومي سېكتر سټولټن برګ ترمېنځه د ملاقات نه پس په جاري شوې اعلاميه كښې وئيلي شوي دي چې امريكا او ناټو به په …
د امريكې او افغان دولت شريكه اعلاميه

مزید خبریں
كابل 29 فروری (اے پي پي) د امريكې او طالبانو د سولې تړون نه وړاندې امريكې او افغان دولت د خالي په ورځ په كابل كښې يوه شريكه اعلاميه جاري كړې. د افغان اولس مشر اشرف غني، د امريكې د دفاع سېكتر مارك ايسپر او د ناټو عمومي سېكتر سټولټن برګ ترمېنځه د ملاقات نه پس په جاري شوې اعلاميه كښې وئيلي شوي دي چې امريكا او ناټو به په 14 مياشتو كښې د افغانستان ته د وتلو عمل ترسره كوي، امريكا به د سولې تړون نه پس په 135 ورځو كښې په افغانستان كښې د خپل پوځ شمېره تر 8600 كموي او طالبانو سره كړي نور لوظونه به عملي كوي. په اعلاميه كښې وئيلي شوي دي چې د مئي تر 29مه نېټه به افغان دولت د طالب غړي د بندېزونو د لسټ نه لرې كولو لپاجره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل سره رابطھ كوي. د سولې په تړون كښې په كابل كښې افغان دولت سره د مذاكراتو پېل كولو او د زندان نه د پنځه زره طالب غړو د خوشې كولو تجويزونه هم شامل دي. د تړون له مخې د مارچ تر 10مه نېټه به د پنځو زرو نه زيات طالب بنديان او د افغان ځواكونو يو زر بنديان خوشې كولې شي.











