كابل 29 فروری (اے پي پي) افغان اولس مشر اشرف غني وئيلي دي چې نن افغانستان لپاره تاريخي ورځ ده، تړون لپاره په مهم كردار ترسره كولو د امريكې د دفاع وزير مننه كوم، تړون لپاره د پاكستان او نورو هېوادونو مرستې ته هم د قدر په سترګه ګورو، د ترهګرې په ضد جنګ كښې افغان اولس لوئې قربانې وركړې دي، د افغانستان علماٶ هم په هېواد كښې امن لپاره …
د افغان اولس مشر اشرف غني په كابل كښې خبري كنفرنس ته وېنا

مزید خبریں
كابل 29 فروری (اے پي پي) افغان اولس مشر اشرف غني وئيلي دي چې نن افغانستان لپاره تاريخي ورځ ده، تړون لپاره په مهم كردار ترسره كولو د امريكې د دفاع وزير مننه كوم، تړون لپاره د پاكستان او نورو هېوادونو مرستې ته هم د قدر په سترګه ګورو، د ترهګرې په ضد جنګ كښې افغان اولس لوئې قربانې وركړې دي، د افغانستان علماٶ هم په هېواد كښې امن لپاره مهم كردار ترسره كړے، اوسني نسل قرباني وركولو سره راتلونكي نسل لپاره امن راوستې، تړون سره په افغانستان كښې د 19 كلن اوږد جنګ خاتمه كېږي. د خالي په ورځ په كابل كښې خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې افغان اولس مشر اشرف غني ووئيل چې هيله ده د طالبانو او امريكې ترمېنځه د سولې دا تړون به د اوږد جنګ خاتمې لپاره ګټور وګرځي. د امريكې د دفاع وزير مارك ايسپر او نورو مېلمنو ته په دستوره كښې هركلې وايم. ده ووئيل چې د افغانستان سولې لپاره په هڅو كولو د ټولو هېوادونو مننه كوم. ده ووئيل چې تړون لپاره د پاكستان او نورو هېوادونو مرستې ته هم د قدر په سترګه ګورو، د ترهګرې په ضد جنګ كښې افغان اولس لوئې قربانې وركړې دي، د افغانستان علماٶ هم په هېواد كښې امن لپاره مهم كردار ترسره كړے، اوسني نسل قرباني وركولو سره راتلونكي نسل لپاره امن راوستې، تړون سره په افغانستان كښې د 19 كلن اوږد جنګ خاتمه كېږي.











