چين كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شمېره 1000 څخه زياته شوه ٬ د ځپليو شمېره 42,600 ته ورسېده

بیجنګ ۔ 11 فروری (اے پی پی) چین كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس ځپليو 103 نورو كسانو مړه كېدو سره په مجموعي توګه ددې وائرس له امله د مړو شمېره 1016 شوې ده۔ بلخوا د چينائي چارواكو وېنا ده چې تېره ورځ د كورونا وائرس نور 2500 کېسونه رامخې ته شوي چې ورسره د ځپليو شمېره 42 زره 600 ته رسېدلې ده۔ بيجنګ كښې د …

بیجنګ ۔ 11 فروری (اے پی پی) چین كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس ځپليو 103 نورو كسانو مړه كېدو سره په مجموعي توګه ددې وائرس له امله د مړو شمېره 1016 شوې ده۔ بلخوا د چينائي چارواكو وېنا ده چې تېره ورځ د كورونا وائرس نور 2500 کېسونه رامخې ته شوي چې ورسره د ځپليو شمېره 42 زره 600 ته رسېدلې ده۔ بيجنګ كښې د روغتيا څانګې چارواكو د نهې په ورځ خپل تازه راپور كښې وئيلي دي چې هانګ كانګ او مكاؤ څخه بهر 42 زره 638 وګړي كورونا وائرس سره مخ شوي دي۔ د تېرو 24 ساعتونو په مهال نور 103 كسانو ددې وائرس له امله خپل ژوند څخه لاس وينځلې دې۔ د چين نه بهر په نورو 30 ځايونو كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 460 څخه زياته شوې ده۔ دوئي كښې دوه كسان يو فلپائن او بل هانګ كانګ كښې مړ شوې دې۔ بلخوا په وائرس تحقيق كولو كښې مرستې له د روغتيا نړيوالې ادارې ډله چين ته رسېدلې ده

مزید خبریں