اسلام آباد ۔ 21 جنوری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د پارا چنار بمي چاؤدنه په سختو ټكو كښې غندلې او د حق رسېدليو او ژوبل كسانو كورنيو سره ئې د غمرازۍ او خواخوږۍ څرګندونه كولو سره وئيلي دا ډول بزدلانه بريدونه د پاكستاني اولس حوصلو ته ماتې وركولې نه شي۔ حكومت به د آخري ترهه ګر تر ختمولو ددوئي په ضد كاروائي روانه …
مريم اورنګزېب د پارا چنار بمي چاؤدنه سختو ټكو كښې وغندله د حق رسېدليو او ژوبل كسانو كورنيو سره د غمرازۍ او خواخوږۍ څرګندونه ۔ دا ډول بزدلانه بريدونه د پاكستاني اولس حوصلو ته ماتې وركولې نه شي۔ حكومت به د آخري ترهه ګر تر ختمولو ددوئي په ضد كاروائي روانه ساتي۔ د امن دښمنانو نوغې به ويستلې شي۔ د دوهمې وزيرې بيان

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 21 جنوری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د پارا چنار بمي چاؤدنه په سختو ټكو كښې غندلې او د حق رسېدليو او ژوبل كسانو كورنيو سره ئې د غمرازۍ او خواخوږۍ څرګندونه كولو سره وئيلي دا ډول بزدلانه بريدونه د پاكستاني اولس حوصلو ته ماتې وركولې نه شي۔ حكومت به د آخري ترهه ګر تر ختمولو ددوئي په ضد كاروائي روانه ساتي۔ د امن دښمنانو نوغې به ويستلې شي۔ د خالي په ورځ جاري كړې شوي خپل بيان كښې مريم اورنګزېب د كرم ايجنسۍ ښار پارا چنار كښې د بمي چاؤدنې پېښې په سختو ټكو كښې غندنه وكړه۔ دې ووئيل د بې ګناه وګړو په نښه كول بربريت دے۔ دې ووئيل دا ډول كاروائۍ كوؤنكي د هېواد د پرمختګ او امن دښمنان دي۔ پاكستانې اولس د دښمنانو د ناپاك ارادو په نره مقابله كوي۔ دې ووئيل د آخري ترهګر تر خاتمې به د دوئي په ضد كاروائي روانه وي او ددوئي به ښه سخته سره مقابله كولې شي۔ دوهمې وزيرې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره
غمرازي ښكاره كړه او د ژوبل شويو زر روغتيا له ئې دعا وكړه







