د وزيراعظم محمد نواز شريف په ضد د اپوزيشن تحريك استحقاق معامله په عدالت كښې ده

اسلام آباد 20 جنوری (اے پی پی )د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي عدالت كښې په اروېدونكې مقدمه نه كمېټي جوړېدې شي او نه ريماركس وركړی كېدې شي٬ د وزيراعظم محمد نواز شريف په ضد د اپوزيشن تحريك استحقاق معامله عدالت كښې پرته ده٬د تفصيلي غور نه پس به پريكړه كوم چې دا تحريك استحقاق اوس ختم كړو يا په غوڼده كښې۔د جمعې پھ ورځ خپل چېمبر …

اسلام آباد 20 جنوری (اے پی پی )د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي عدالت كښې په اروېدونكې مقدمه نه كمېټي جوړېدې شي او نه ريماركس وركړی كېدې شي٬ د وزيراعظم محمد نواز شريف په ضد د اپوزيشن تحريك استحقاق معامله عدالت كښې پرته ده٬د تفصيلي غور نه پس به پريكړه كوم چې دا تحريك استحقاق اوس ختم كړو يا په غوڼده كښې۔د جمعې پھ ورځ خپل چېمبر كښې د خبريالانو سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل د اپوزيشن لخوا تحريك استحقاق ما لوستې او په هغې ايكشن اخستل مناسب نه دي ځكه چې معامله په عدالت كښې اورېدونكې ده٬۔سپيكر ووئيل دا زما كار نه دے چې زه هلته نه شهادتونه راغواړم۔وړاندې دا روايت دے چې په عدليه كښې د زير سماعت مقدمو په اړه ايوان كښې خبره نه شي كېدې۔د يوې پوښتنې پھ ځواب ده ووئيل د عمران خان په ضد جې كوم ريفرنس راغلے ؤ مونږ اليكشن كميسون ته لېږلې بايد د آئين او قانون ترمخه په 90 ورځو كښې پړې پريكړه وشي او دا معامله پھ الېكشن كميسون كښې اورېدونكې ده۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په اېس اېم اي بانك يا كراچۍ كښې زه اكاؤنټ نه لرم ما تل بې پرې كار كړې٬د پوځي عدالتونو په اړه په دوو غونډو كښې تفصيلي خبره شوې بايد د قامي ګټې په چارو ټول اتفاق پېدا كړي۔ده ووئيل كه سټېټ بانك خپل كار نه شي كولې نو هغه هم پارټي جوړېدې شي۔ده ووئېل د اعتزاز احسن پشمول د نورو كومو كسانو رسيدونه چې ترلاسه شوي په هغې كښې د يو هم اكاؤنټ نشته٬زه په لندن كښې ووم چې ما ته د كوريئر د لارې دا رسيد رالېږلې شوې۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ټاكلي شوي نمائندګان ځكه ايوان ته راځي چې اولسي مسئلې حل كړي او د دې هغوي تنخا اخلي۔ده ووئيل پاكستان كښې د جمهوريت عمر 30 نه تر 35 كاله دے ٬كمېټۍ په ښه ډول كار كوي۔د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ كردار ستاسو په وړاندې دے ۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پوځي عدالتونو په اړه په دوو غوڼدو كښې تفصيلي خبره شوې۔په غونډه كښې خورشيد شاه غوښتنه كړې وه چې د پارلمان ان كيمره شريكه غونډه دې راوبللې شي۔حكومت او مخالفه ډله په مشاورت سره دا پريكړه كولې شي۔سپيكر ووئيل د قامي سلامتيا كمېټۍ په اړه هم خبره شوې۔د خزانې وزير اسحاق ډار وئېلي دي په دې به سنجيدګۍ سره غور كولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب سپيكر ووئيل دا زما كار نه دې چې ګوندونو له ډكټېشن وركړم اوما لپاره مناسب هم نه ده ٬كوم خلك چې ايوان ته راځي هغوي له آسانۍ وركول زما ذمه واري ده۔