د پاكستان سټېټ بانك سره د زر مبادله په پانګو كښې 0.28 فيصده اضافه شوې

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د پاكستان سټېټ بانك سره د زر مبادله په پانګو كښې 0.28 فيصده اضافه شوې۔ د اېس بي پي راپور له مخې د جنورې په 13مه نېټه كال 2017م پاې ته د رسېدونكې اونې په پاې كښې مركزي بانك سره د زرمبادله په پانګو كښې د 51.5 مليونه ډالرو اضافه شوې او دې سره د سټېټ بانك سره زرمبادله پانګې 18.361 اربه ډالرو …

اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د پاكستان سټېټ بانك سره د زر مبادله په پانګو كښې 0.28 فيصده اضافه شوې۔ د اېس بي پي راپور له مخې د جنورې په 13مه نېټه كال 2017م پاې ته د رسېدونكې اونې په پاې كښې مركزي بانك سره د زرمبادله په پانګو كښې د 51.5 مليونه ډالرو اضافه شوې او دې سره د سټېټ بانك سره زرمبادله پانګې 18.361 اربه ډالرو ته رسېدلې دي۔ د راپور له مخې د سټېټ بانك پشمول نورو بانكونو سره د زرمبادله پانګې 23.192 اربه ډالرو ريكارډ كړې شوې دي۔