ډيووس 19 جنوري (اے پي پي)د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګټيرس وزيراعظم محمد نواز شريف له باور وركړی د پاكستان پشمول د منطقې هېوادونو لپاره به ډېر ګټور او مثبت كردار ترسره كوو۔وزيراعظم په كانګرېس سنټر كښې د نړيوال اقتصادي فورم 45 مه كليزې په مهال د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره ملاقات كولو۔وزيراعظم ووئيل د جمو او كشمير پشمول د ټولو تصفيه طلب مسئلو هواري له خبرې اترې …
د سلامتي كونسل پھ قراردادونو كښې كشميري اولس له د يو خپلواكه٬سپيځلې او بې پرې رائې شمېرې كولو ضمانت وركړی شوې

مزید خبریں
ډيووس 19 جنوري (اے پي پي)د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګټيرس وزيراعظم محمد نواز شريف له باور وركړی د پاكستان پشمول د منطقې هېوادونو لپاره به ډېر ګټور او مثبت كردار ترسره كوو۔وزيراعظم په كانګرېس سنټر كښې د نړيوال اقتصادي فورم 45 مه كليزې په مهال د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره ملاقات كولو۔وزيراعظم ووئيل د جمو او كشمير پشمول د ټولو تصفيه طلب مسئلو هواري له خبرې اترې ضروري دي٬د دې جذبې ترمخه پاكستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو او د كشميري اولس هيلو ترمخه د شخړيز كشمير كشاله هوارولو له هند ته د خبرو اترو بلنه وركړی خو هند مثبت ځواب نه دې راكړی۔وزيراعظم ووئيل زما حكومت وړومبې پام امن ناك ګاونډيتوب ته كوي٬مونږ په خپله منطقه كښې امن٬سلامتيا او د اقتصادي مرستې لپاره سازګار ماحول غواړو كوم چې د سوئېلي آسيا ټولو خلقو لپاره ګټور دے۔ده ووئيل مونږ پوهېږو چې زمونږ د منطقې د اولس ښېګړه پھ اقتصادي پرمختګ او خوشحالۍ كښې پرته ده او كه مونږ خپل مسائل حل نه كړل او د يو بل سره مو مرسته ونه كړه نو دغه مقصد به ترلاسه نه كړو۔وزيراعظم ووئيل هند د خبرو نه په شا كېدو سره منطقه كښې د وړاندې نه شته تريخوالي زياتوي او د غېر شائسته بيانونو د لارې چاپېرچل خرابوي او د كشميري اولس جائز حق خود اراديت له پورته كړی غږ غلې كولو له هڅې كوي۔وزيراعظم ووئيل د سلامتي كونسل پھ قراردادونو كښې كشميري اولس له د خپلواكه سپيځلي او بې پرې رائې شمېرې كولو ضمانت وركړی شوې خو دغه وعده تر اوسه پوره نه كړې شوه۔ده ووئيل مونږ د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر د قيادت او د مخ ملازې پھ طمعه يو او د دې مسئلې حل له به ملګرو ملتونو له كردار ترسره كولو له خپله زړه ذمه واري ترسره كول وي٬عمومي سېكتر وزيراعظم ته ووئيل زه د دواړو هېوادونو ترمينځه د حساسيت نه خبر يم۔د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر اقوام عالم كښې د امن په ځاې ساتلو عملياتو كښې د پاكستان كردار او د لاكهونو افغانانو كډوالو د خيال ساتلو ستائنه وكړه۔هغه ووئيل زه به د پاكستان پشمول د منطقې هېوادونو له ډېر ګټور او مثبت كردار ترسره كوم۔وزيراعظم د عمومي سېكتر سره د سندھ طاس لوظ نامې په حقله هم خبرې وكړی۔ده ووئيل د عمومي سېكتر د ذمه وارۍ سنبهالولو نه پس پھ ملاقات كولو خوشحاله شوې يم ځكه چې د يوې لويې ادارې مشري كوې۔وزيراعظم د ملګرو ملتونو د كډوالو لپاره هائي كمشنر په توګه د عمومي سېكتر كردار وستائېلو۔وزيراعظم ووئيل د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو له پكار دي چې وړومبې امن له هڅې وكړي او پاكستان د دغي مېنډېټ بشپړولو لپاره د مرستې او ملاتړ باور وركوي۔وزيراعظم عمومي سېكتر له ډېر زر د پاكستان راتږ بلنه وركړه۔د هغه راتږ به منطقه كښې امن او پرمختګ له د هغه د مرستې او د هغه د لوظ عكاس وي







