پېنډۍ 19 جنوري (اے پي پي)د پاك پوځ سر لښكرجنرال قمر جاوېد باجوه كراچۍ كښې د امن په راوستو امنيتي ادارو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي كراچۍ كښې به پوخ امن لپاره هڅې روانې ساتلې شي۔هغه د زيارت په ورځ كراچۍ تږ پھ مهال سوداګرو ته خطاب كولو۔د آئي اېس پي آر له مخې د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د كراچۍ دورې پھ …
د پاك پوځ سر لښكر جنرال قمر جاوېد باجوه كراچۍ كښې د امن په راوستو امنيتي ادارو ته پیرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
پېنډۍ 19 جنوري (اے پي پي)د پاك پوځ سر لښكرجنرال قمر جاوېد باجوه كراچۍ كښې د امن په راوستو امنيتي ادارو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي كراچۍ كښې به پوخ امن لپاره هڅې روانې ساتلې شي۔هغه د زيارت په ورځ كراچۍ تږ پھ مهال سوداګرو ته خطاب كولو۔د آئي اېس پي آر له مخې د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د كراچۍ دورې پھ مهال د شهيدانو يادګار ته لاړو او د ګلونو څادر يې وغوړؤه۔د پاك پوځ سرلښكر ته كور او رينجرز هېډ كوارټر كښې تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔د پاك پوځ سرلښكر كراچۍ كښې د ژوند بحالولو لپاره د رينجرز او قانون نافذ كوونكو ادارو د عملياتو ستائنه وكړه د كومو په سوب چې ترهه ګرۍ٬ټارګټ كلنګ او د تښتونې پیښې تر ډېره حده كمي شوې۔د پاك پوځ سرلښكر د دې عزم پخلې وكړو چې ښار كښې به د امن راوستو لپاره هڅې روانې وي٬پوځ د رياستې ادارې په توګه خپله وظيفه ترسره كوي او كراچۍ عملياتو كښې د حكومتي ادارو په خاص توګه د سندھ پوليس او سول انتظاميې سره مرسته به روانه ساتلې شي۔د پاك پوځ افسرانو او ځوانانو ته خطاب كولو په مهال د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د پاك پوځ افسرانو او ځوانانو د حوصلې ستائنه وكړه چا چې ښار د ترهه ګرو او جرائمو څخه پاكولو لپارعزم كړې ۔ده د كراچۍ اولس ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې چا چې د امنيتي ځواكونو سره مرسته كړې۔د دې څخه وړاندې جنرال قمر جاوېد باجوه د كراچۍ كور هېډكوارټر كښې كاروباري ورورولۍ سره ملاقات وكړو۔د پاك پوځ سرلښكر سوداګرو له باور وركړو چې ښار كښې به امن راوستو لپاره نور ګامونه هم پورته كولې شي او سږ كال د كراچۍ په حالاتو كښې لا ښه به راشي۔د پاك پوځ سرلښكر چې كله كراچۍ ته ورسېد نو كور كمانډر فائيو كور لېفتيننټ جنرل شاهد بېګ مرزا د ده هركلے وكړو







